لرلید
افغان د لوړو زده کړو مؤسسه غواړي چې دیني او اکاډیمیکو ارزښتونو ته په پوره درناوي، د څېړنو، تدریس،معلوماتي ټکنالوژۍ او نوښتونو له لارې د هېواد په کچه د معیاري لوړو زده کړو په برخه کې ځانګړی نوم او شهرتخپل کړي.
ماموریت
افغان د لوړو زده کړو مؤسسه د وخت له غوښتنو او د ټولنې له اړتیاوو سره برابرې لوړې زده کړې، د ملي او نړیوالومنل شویو معیارونو په پلي کولو سره د تدریس او څېړنې له لارې د پوره اعتماد او متقابل احترام په فضاء کې په ښهډول سره د علومو مینه والو او ټولنې ته وړاندې کړي.
موخې
1.د دیني او اکاډیمیکو آرونو په رڼا کې د ټولنې دواړو قشرونو ته، په عصري ټیکنالوجۍ سمبال د تحصیل سالمچاپېریال چمتو کول.
2.د هېواد په کچه علمي څېړنې ترسره کول او په علمي، مسلکي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ او وده کې ترې ګټهاخیستل.
3.په اسلامي اخلاقو سمبال، ژمن او وړ کدرونه ټولنې ته وړاندې کول.
4.د دیني او عصري زده کړو ترمنځ واټن کمول.
ارزښتونه
• ژمنتیا/ تعهد: افغان د لوړو زده کړو مؤسسه د دیني او ملي ارزښتونو پلي کولو او درناوي ته ژمنه ده.
• آرونه/ اصول: افغان د لوړو زده کړو مؤسسه په ټولو علمي او اداري کړنو کې ځان د اصولو پر تطبیق او رعایت مکلفګڼي.
• روڼتیا/ شفافیت: افغان د لوړو زده کړو مؤسسه په ټولو علمي او اداري چارو کې له پوره روڼتیا کار اخلي.